د جاپان د نړیوالې همکارۍ دفتر یا جایکا وایي، د افغانستان سره به د روغتیا په برخه کې د پام وړ مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د جایکا مشر اشیدا تاتشویا د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز سره لیدنه کې کړې دي.
په دې کتنه کې دواړو لورو، د مور او ماشوم روغتیا ته په پام، په مرکزي لابراتوارونو کې د خدمتونو پر برابرولو خبرې کړې دي.
د جایکا مشر تاتشویا ټینګار کړی، چې د مور او ماشوم روغتیا ته دې ډیر پام وشي او مرکزي لابراتوارونو سره به دوی خپله مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزیر د جاپان د دوامداره ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د روغتیا په برخه کې د نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل