۰
ملا ضعیف:

روسیه او پاکستان به د طالبانو لخوا د هوکړې تضمینوونکي وي

شنبی ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۵
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان کې افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي، د سولې هوکړه به تر راتلونکو څو ورځو پورې وروستۍ او د طالبانو له لوري تضمینوونکي به یې روسیه او پاکستان وي.
روسیه او پاکستان به د طالبانو لخوا د هوکړې تضمینوونکي وي
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان کې افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي، د سولې هوکړه به تر راتلونکو څو ورځو پورې وروستۍ او د طالبانو له لوري تضمینوونکي به یې روسیه او پاکستان وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، دواړه لوري د ۱۵ تر ۲۴ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او همدا راز د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تضمین په اړه بشپړې هوکړې ته رسېدلي دي.

ښاغلي ضعیف زیاته کړې، امریکايي استازي غواړي د هوکړې متن کې باید دا ولیکل شي، چې وسله وال طالبان به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.

نوموړی وایي، کله چې هوکړه وروستۍ شي نو د طالبانو په استازیتوب به ملا عبدالغني برادر دغه هوکړه لاسلیک کړي او د طالبانو له لوري به د هوکړې تضمینوونکي روسیه او پاکستان وي.

په ورته وخت کې ښاغلي ضعیف ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې یوه اوونۍ وروسته به بین الاافغاني مذاکرات هم پیل شي.

ملا ضعیف دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون جمعه د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ د سولې نهم پړاو خبرې پیل شوې دي.

خبرې چې په ګروپي ډول وې د مازیګر مهال پیل او د شپې تر نېږدې ۹ بجو پورې یې دوام درلود، او دواړو لورو له خبرو وروسته ځینو خبري سرچینو ته ویلي، چې په ګڼو مواردو یې موافقه کړې ده.

د سرچینو په وینا کېدای شي د امریکا او طالبانو هوکړه په راتلونکو دوه یا دریو ناستو کې چې کېدای شي په یوه یا دوه ورځو کې تر سره شي وروستۍ او لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي