القاعده شبکې ادعا کړې، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دوی د مشر ایمن الظواهري مېرمن او د دې ډلې د دوه وژل شویو غړو کورنۍ نیولې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شبکې پرون د اګست ۲۳ مه یاده ادعا کړې او ویلي یې دي پاکستاني ځواکونو دا کار کابو کال وړاندې کړی دی.
القاعده ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستاني ځواکونو د ایمن الظواهري مېرمن او څو نور کسان هغه مهال چې غوښتل یې له وزیرستانه د سختو بمباریو له امله ووځي نیولي دي.
د القاعده په خبرپاڼه کې ویل شوي «موږ د پاکستان حکومت، د هغوي خاین پوځ او د هغوی امریکايي لارښودونکي د هغوی د جنایتکارو فعالیتونو مسؤل ګڼو.»
د پاکستان حکومت تر اوسه د القاعده شبکې د دغه ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده، چې په خټه مصری د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د دغه شبکې د بنسټ ګر او مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د القاعده مشر وټاکل شو.
اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ آباد سیمه کې د پاکستان د پوځ یوې چاوڼۍ ته نېږدې په یوه کور کې اوسېدو، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو له خوا په عملیاتو کې و وژل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل