۰

امریکا د داعش د دریو غړو پر سر ۵ میلیون ډالر انعام ایښی

پنجشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۲
امریکا متحده ایالتونو د داعش ترهګرۍ ډلې د دریو غړو پر سر ۵ میلیون ډالره انعام ایښتی دی.
امریکا د داعش د دریو غړو پر سر ۵ میلیون ډالر انعام ایښی
امریکا متحده ایالتونو د داعش ترهګرۍ ډلې د دریو غړو پر سر ۵ میلیون ډالره انعام ایښتی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د داعش د دغه غړو نومونه امیر محمد سعید عبدالرحمن، سامي جاسم محمد الجبوري او معتز نعمان بن عبدالنایف ښودلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، هر چا چې د امیر محمد سعید عبدالرحمن، سامي جاسم محمد الجبوري او معتز نعمان بن عبدالنایف په اړه معلومات ورکړل پنځه میلیون ډالر جایزه به ورکړي.

په دغه خبرپانه کې ویل شوي، چې عبدالرحمن المولي  د داعش ډلې مهم مشر او د ابوبکر البغدادي ځای ناستی دی چې د ډېرو سترو عملیاتو مشري یې پر غاړه اخیستې ده.

همدا رانګه په خبرپاڼه کې سامي الجبوری د داعش ډلې مالي مسوول او د تېلو او ګازو د پلورلو مسوول پیژندل شوی او نجم الجبوري یې هم هغه داعش قومندان بلل شوی چې د امریکاد بهرنیو چارو وزارت په وینا د داعش ډلې د بمونو د جوړولو د څانګې مسوول دی.

د یادونې ده، چې امریکا د روان کال د حمل میاشت کې  د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر سر ۲۵ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي