۰

نړیوال بانک له سولې وروسته افغانانو سره د مرستو په اړه سلا مشورې پیل کړې

پنجشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د نړیوال بانک چارواکي وايي، د طالبانو سره د سولې د احتمالي هوکړې وروسته یې له افغانانو سره د اقتصاد مرستو په اړه سلا مشورې پیل کړې دي.
نړیوال بانک له سولې وروسته افغانانو سره د مرستو په اړه سلا مشورې پیل کړې
د نړیوال بانک چارواکي وايي، د طالبانو سره د سولې د احتمالي هوکړې وروسته یې له افغانانو سره د اقتصاد مرستو په اړه سلا مشورې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بانک نن پنشنبې د زمري ۳۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سر له نن څخه یې افغانانو ته د اقتصادي پروګرامونو د پلانونو برابرولو په پار له خپلو نړیوالو او افغان همکارانو د نظرونو او مشورو راټولوولو لړۍ پیل کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې اړه تر اوسه څو مشورتي ناستې تر سره شوې او په افغانستان کې د نړيوال بانک رییس هينري کرالي وايي، د سولې د احتمالي هوکړې وروسته د مشورو د راټولولو په برخه د نړیوال بانک هڅې په څو برخو باندې متمرکزې دي.

نوموړي زیاته کړې په لومړي ګام کې غواړي وښيي، چې د سولې هوکړه کولی شي، د باثباته اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره فرضت رامنځ ته کړي او دا بهیر د جګړې د ټولو ښکېلو خواوو په ګټه دی.

هغه زیاته کړې په دوهم قدم کې غواړي یو لړ باالقوه اصول او لومړیتوبونه په نښه کړي، چې له سیاسي هوکړې وروسته یې پر بنسټ د اقتصادي ودې پروګرام د پلانونو لپاره اړین او ګټور دي.

په افغانستان کې د نړيوال بانک رییس هينري کرالي ټینګار کوي، چې دا مهال د داسې اقتصادي طرحو په راټولولو پسې دي، چې په افغانستان کې د سولې ټینګیدو او سوکالۍ لپاره زمينه مساعده کړي.

دی وایي، د عامو خلکو د نظرونو او مشورو راټولول به له دغه بانک سره مرسته وکړي چې د افغانانو د اړتياوو پر بنسټ يو هراړخيز اقتصادي پلان جوړ کړي.

د هغه په وینا د اړوندو همکارانو د مشورو او نظرياتو لومړنۍ مسوده جوړه شوې، خو لا هم اړتيا ده چې د خپلو نړيوالو همکارانو او افغانانو پراخ نظريات راټول شي.

ښاغلي هينري کرالي ویلي، چې د افغانستان د سولې په دې بهير کې د نړيوال بانک دنده په تحليل او تخنيکي سلا مشورو محدوده ده او په هېڅ ډول د ښکېلو اړخونو تر منځ د سولې خبرو اترو کې رول نه لري.

ده زیاته کړې، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د اقتصادی پروګرامونو طرح ورته لومړیتوب لري او هڅه کوي د سولې له هوکړې وروسته د افغانستان د اقتصادي پراختيا لپاره زمينه مساعده شي او هغو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي چې د لوږې او بېکارۍ له امله دولت ضد وسلوالو ډلو سره يوځای کېدو ته اړ کېږي.

په پام کې ده چې د مشورو او نظرياتو راټولول د يوې سياسي هوکړې تر لاسه کولو او تر سولې وروسته پروګرامونو په اړه تر پرېکړې پورې دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي