۰
حامد کرزی:

پاکستان دې د کشمیر مساله افغان سولې پورې نه تړي، د سولې هوکړه حساسه ده هند د هم احتیاط کوي

پنجشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۸
مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، پاکستان دې د کشمیر مساله په افغانستان پورې نه تړي او دغه هند ته هم پکار ده، چې په دې برخه کې له پوره احتیاط څخه کار واخلي.
پاکستان دې د کشمیر مساله افغان سولې پورې نه تړي، د سولې هوکړه حساسه ده هند د هم احتیاط کوي
مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، پاکستان دې د کشمیر مساله په افغانستان پورې نه تړي او دغه هند ته هم پکار ده، چې په دې برخه کې له پوره احتیاط څخه کار واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندۍ دې هندو ورځپاڼه لیکلي، ښاغلي کرزي دغه څرګندونې هند کې له لوړ پوړو هندي چارواکو سره لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه حساسه ده.

هغه په هند غږ کړي، چې په دې مساله کې له پوره احتیاطه کار واخلي او دغه را یې له پاکستان غوښتي، چې د کشمیر مساله افغان سوله پورې ونه تړي.

ښاغلي کرزي ویلي پاکستان باید په دې پوه شي، چې د کشمیر مسله او افغان سوله هېڅ راز اړیکه نه لري او د پاکستان دغه ډول کړنې د هېچا په ګټه نه دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له هند غوښتي چې د افغان سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي او په دې توګه سیمې ته دایمي امن او ثبات راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي