۰
جمهوري غوښتونکي:

ټرمپ دې له طالبانو سره د سولې هوکړه لغوه کړي

پنجشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
د امریکا ځینې جمهوري غوښتونکو سیاستوالو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې ژر تر ژره له طالبانو سره کېدونکې د سولې هوکړه لغوه کړي.
ټرمپ دې له طالبانو سره د سولې هوکړه لغوه کړي
د امریکا ځینې جمهوري غوښتونکو سیاستوالو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې ژر تر ژره له طالبانو سره کېدونکې د سولې هوکړه لغوه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پخواني مرستیال ولسمشر ډک چیني لور لیز چیني، د امریکا د ملي هوايي ګارد پخواني قومندان ایډم کینزینګر او دغه راز بل جمهوري غوښتونکي سیاستوال ایلینوی، که ټرمپ له طالبانو سره د سولې هوکړه لغوه نه کړي، نو د القاعده او داعش پر ضد بایلي.

د پخواني مرستیال ولسمشر ډک چیني لور لیز چیني واشنګټن پوست ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي، امریکا باید هغه سیاسي هوکړه لاسلیک نه کړي، چې طالبانو ته په کې زیات امتیازات ورکړل شي او ترهګر یو وار بیا پر امریکا د بریدونو لپاره یوه ځاله پیدا کړي.

نوموړې په دې مقاله کې لیکلي«ټرمپ باید له طالبانو سره د ضمانتونو په راکړه ورکړه
نوموړې په دې مقاله کې لیکلي«ټرمپ باید له طالبانو سره د ضمانتونو په راکړه ورکړه کې خپل حساب برابره کړي، دا هغه خلک دي، چې پر امریکا د بریدونو طراح اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه، هغوی هر وخت القاعده باندې ځان غلی کړی، خو حقیت دا دی، چې القاعده به د طالبانو استبدادي امارت ته یو وار بیا خپلې مرستې راسر کړي او دا هېواد به بیا پر خپله ځاله بدل کړي.»
کې خپل حساب برابره کړي، دا هغه خلک دي، چې پر امریکا د بریدونو طراح اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه، هغوی هر وخت القاعده باندې ځان غلی کړی، خو حقیت دا دی، چې القاعده به د طالبانو استبدادي امارت ته یو وار بیا خپلې مرستې راسر کړي او دا هېواد به بیا پر خپله ځاله بدل کړي.»

لیز چیني ټینګار کړی، چې ټرمپ باید طالبانو سره دې د تروریزم ضد کړې هوکړې ټول جزیات خپاره کړي او د امریکا خلک باید پوه شي، چې ولې او د څه لپاره له طالبانو سره هوکړه وشوه.

د امریکا نورو جمهوري خواهانو سیاستوالو هم د چیني د خبرو ملاتړ کړی او ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې ژر دې له طالبانو سره کېدونکې هغه هوکړه لغوه کړي  چې د ترهګرو ډلو د بیا ودې سبب ګرځيدای شي.

 د امریکا د ملي هوايي ګارد پخواني قومندان ایډم کینزینګر پرون چهار شنبه د لیز چیني د نظر ملاتړ کړی دی او دغه بل جمهوري غوښتونکي ایلینوی هم ویلي د افغانستان داسې پرېښودل به د عراق په څېر بدې پایلې ولري.

سیاستوال ایلینوی ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي، لطفن د بارک اوباما ناکامو تجربو تکرارمه کوۍ بلکې اوږد فکر وکړۍ.

امریکايي سیاستوال پر ټرمپ داسې مهال دغه غږ کوي، چې ښايي راتلونکې اوونۍ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د دغه هوکړه لیک د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد قطر ته رسېدلی تر چې له طالبانو سره نهم پړاو خبرې پیل او هوکړه وروستۍ کړي.

ولسمشر ټرمپ هم پرون ویلي و، چې طالبان له امریکا سره سوله غواړي، خو ټینګار یې دا و، چې له سولې وروسته به هم افغانستان کې د امریکا حضور حتمي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي