۰
دي سټار ورځپاڼه:

د افغان سولې هوکړه جعلي ده، افغانستان به بلې بدمرغۍ ته ټېل وهي

چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۱
کاناډايي ډي سټار ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې هوکړه جعلي او تش په نوم هوکړه بللې، لیکي، چې دا هوکړه به دغه هېواد یوې بلې بدمرغۍ ته ټېل وهي.
د افغان سولې هوکړه جعلي ده، افغانستان به بلې بدمرغۍ ته ټېل وهي
کاناډايي ډي سټار ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې هوکړه جعلي او تش په نوم هوکړه بللې، لیکي، چې دا هوکړه به دغه هېواد یوې بلې بدمرغۍ ته ټېل وهي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې ویلي، پر طالبانو باور کول د امریکا تېروتنه ده او که یې وکړي، نو پر وړاندې به یې ګواښنه هماغه شان وي، څنګه چې په ۹۰ مه لسیزه کې وو.

ورځپاڼه وايي، واشنګټن پر طالبانو باور کولو ته لیواله دی او غواړي له افغان حکومت سره طالبان په واک کې نیمايي شریک کړي، خو دا هغه ټکی دی چې شاید امکان ونه لري او افغانستان په یوه بله بدبختۍ واوړي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د سولې دا هوکره به ټرمپ ته لار خلاصه کړي، چې له افغانستانه ۱۴ زره ځواکونه وباسي، خو د طالبانو ژمنه به امریکا ته د ترهګریزه ګواښونو نه متوجه کېدو په تړاو هماغه شان وي، چې د القاعدې په تړاو یې په ۹۰مه لسیزه کې کړې وه او بیا پر امریکا د سپټامبر د یوولسمې بریدونه وشول.

یادې ورځپانې زیاته کړې، چې القاعده ډله په وروستیو کلونو کې کمزورې خو له منځه وړل شوې نه ده او دا ډله په افغانستان کې بیا د سر راپورته کولو په حال کې ده.

ورځپاڼې د القاعده د بیا راپورته کېدو په تړاو وایي، چې کاناډايي ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې د کندهار په شورابک ولسوالۍ په یوه سیمه کې د دغه ډلې یو روزنیز کمپ کشف او په هوايي برید کې له منځه یووړ.

د دې تر څنګ ورځپاڼې زیاته کړې، چې داعش هم په دې هېواد کې ریښې غځولې او د برچو، راکټونو او ځانمرګو ډلګیو سره د افغانستان د بې وزله ولس شتمني د غنیمت په نوم غصبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پخواني امریکايي جنرال جک کین هم له فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي، وېره ده، چې د امریکا تر وتلو وروسته به القاعده او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې اډې او مرکزونه جوړ کړي.

دغه پخواني امریکايي جنرال پر امریکا غږ کړی، چې د وتلو په اړه دې بېړه نه کوي او د افغانستان د وضعیت په اړه دې ځان ډاډمن کړي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ واشنګټن پوست ورځپاڼې هم د افغان سولې او له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته په اشارې لیکلي وو، ټرمپ د اوباما له ناکامو تجربو درس نه اخلي او د امریکا احتمالي بریا به په شرموونکې ماتې بدله کړي.

دغه ورځپاڼې زیاته کړې وه، ټرمپ د حالاتو او وضعیت له تحلیل پرته په بېړه د افغانستان په اړه پرېکړې کوي او په دې توګه به دغه هېواد یو ځل بیا د جګړو په ډګر بدل شي.

د ورځپاڼې په باور افغانستان همدا اوس په خونړۍ جګړه کې دی خو ټرمپ له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ایستلو په لټه کې دی.

ورځپاڼه لیکي، نوموړي د سرتېرو د ایستلو په اړه د مخکني ولسمشر اوباما ناکامه تجربې تکراروي او پرته له دې چې افغانستان کې د سولې یوه باوري هوکړه وکړي، غواړي خپل ځواکونه وباسي.

سرچینې ټینګار کړی، د امریکا ولسمشر ته پکار ده چې تر هر څه وړاندې ځان په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه ډاډ او بیا په منطقي او معقوله توګه ځواکونه وباسي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې له دې پرته به ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا احتمالي بریا له شرمه ډکې ماتې سره مخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي