قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي د بین الاافغاني خبرو لپاره د افغان سیاسیون مذاکراتي ټیم ښايي بې صلاحیته او اختلاف په کې موجود وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین په ټوېټر لیکلي، د دغه ټیم د غړو پټ ساتل او نه افشا کول په دې مانا دي، چې یا په کې اختلاف دی او یا هم د یوې زورواکې کړۍ په لاس کې دی.
هغه دا هم ویلي چې ښایي دغه ټیم صلاحیت هم و نه لري، ځکه د ټولو اړخونو لپاره تر دې دمه د منلو وړ نه دی.
قطر کې د طالبانو ویاند ویلي سیاسي ډلې باید په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.
شاهین دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له امریکا سره د طالبانو نهم پړاو خبرې پیلېدونکې دي او په همدې تړاو زلمي خلیلزاد خپل سفر پیل کړی دی.
خلیلزاد ویلي د خبرو لپاره چمتو دی او تمه لري، چې طالبان هم چمتوي وي او پاتې مسایل حل او هوکړه لیک وروستی شي.
که د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وشي، نو وروسته به بین الاافغاني مذاکرات پیل شي، چې په ډېر ګمان دا خبرې به د ناروې پلازمېنه اسلو کې وشي.
ناورې د بین الاافغاني خبرو د کوربتوب لپاره چمتوالی ښودلی او ټینګار یې کړی چې د افغان سولې په برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.
جمهورخبري آژانس:کابل