۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

افغانستان کې خپلو دوه هدفونو ته بېخي نېږدې شوي یو

چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۹
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، هېواد کې هڅه کوي افغانستان کې د خپلو ځواکونو تلفات او مصارف راکم او له دغه هېواده پر امریکا د ګواښونو مخنوی وکړي.
افغانستان کې خپلو دوه هدفونو ته بېخي نېږدې شوي یو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، هېواد کې هڅه کوي افغانستان کې د خپلو ځواکونو تلفات او مصارف راکم او له دغه هېواده پر امریکا د ګواښونو مخنوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مایک پمپیو دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي واشنګټن په افغانستان کې همدې دوه هدفونو ته بېخي نېږدې شوی دی.

هغه په دې مرکه کې زیاته کړې«موږ ته ولسمشر ماموریت راکړی، چې دوه شیان یعنې لسګونه میلیارد ډالر مصرف او د امریکايي ځواکونو تلفات باید راکم کړو.»

دغه راز پمپیو ویلي، د سولې له هوکړې سره سم امریکا غواړي په افغانستان کې ډاډ شي تر چې دا هېواد بیا د امریکا لپاره په ګواښ نه بدلېږدي.

هغه ټینګار کړی، چې ولسمشر ټرمپ د همدې دوه هدفونو لپاره د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو تیمونو ته دنده سپارلې او دوی پر دواړو ټکو ډاډه شوي دي.

بل خوا پمپیو دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ځواکونو راکمول د دغه هېواد په وضعیت پورې اړه لري او هر څومره چې وضعیت ښه کېږي همغومره به ځواکونه ایستل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د افغان سولې لپاره یې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د هوکړي وروستي کولو لپاره قطر ته رسېدلی دی.

خلیلزاد ویلي، په نهم پړاو خبرو کې به هڅه وکړي، چې له طالبانو سره پر پاتې مسایلو هم هوکړې ته ورسېږي، خو په وینا یې ګوري به چې طالبان ورته غاړه اېږدي که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي