پاکستاني رسنیو افشا کړې، چې د بلوچستان ایالت د کچلاغ په یوه جومات او مدرسه کې د شوي برید اصلي موخه د طالبانو مشر ملا هیب الله اخندزاده وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روانې میلادي اګست میاشتې په ۱۶ مه نېټه د بلوچستان ایالت د کچلاغ د یوې مدرسې په جومات کې ځانمرګی برید وشو.
په دغه برید کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده ورور حافظ احمدالله او یو شمېر نور کسان و وژل شول او لږ تر لږه ۲۲ تنه نور ټپیان شول.
برید په دقیق ډول د وزیر آباد سیمه کې په هغه جومات کې وشو، چې ویل کېږي یو وخت په کې د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله اخندزاده هم امامت کولو.
اوس پاکستاني رسنیو ویلي، چې د اګست د شپاړسمې د برید اصلي موخه هم ملا هبت الله اخندزاده و او ګمان کېده، چې په دې ورځ هغه هم هلته وي.
د دې برید مسوولیت د طالبانو جلا شوې د ملا محمد رسول ډلې پر غاړه واخیست، خو د پاکستان امنیتي سرچینې باور لري، چې برید داعش یا د اسلامي دولت خراسان څانګې کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل