۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

د ټاکنو پر وړاندې لوی خنډ نشته، تر نهه نیم میلیونه زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې

سی شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۶
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې هېڅ راز لوی خنډ نشته او دوی ورته ټولې تیاریانې نیولې دي.
د ټاکنو پر وړاندې لوی خنډ نشته، تر نهه نیم میلیونه زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې هېڅ راز لوی خنډ نشته او دوی ورته ټولې تیاریانې نیولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کمېسیون چارواکو نن سه شنبې د زمري ۲۹ مه کابل کې د خبري کنفرانس پر مهال و ویل، چې له تېرو پارلماني ټاکنو یې پراخه تجربې تر لاسه کړې، چې په ولسمشریزه ټاکنو کې به ترې ګټه واخلي.

دغه کمېسیون اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۹ میلیونه او ۶۶۰ زره رایه ورکوونکو نوم لیکنه کړې، چې په بایومتریک دستګاو کې ثبت او مرکزونو او محلونو ته به ولېږل شي.

د کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله و ویل، چې د رایه ورکوونکو په لومړي فهرست کې ۹.۵ میلیونه کسانو ثبت شوي و، خو د کمېسیون له خوا تر چاڼ وروسته ۴۰۰ زره جعلي نومونه ترې و ایستل شول.

هغه زیاته کړه، چې تر دې وروسته کمېسیون د نوم لیکنې ملاتړې پروسه کې د ثبت شویو رایه ورکوونکو او دغه راز د غزني د خلکو نوم لیکنه هم ور زیاته شوې، چې ټول ۹ میلیونه او شږ سوه زره او شپېته تنه رایه ورکوونکي ثبت شوي دي.

نوموړي و ویل، چې دا ټول نومونه بایومتریک کې ثبت شوي، او هر بایومتریک سیستم د ۴۰۰ زره رایه ورکوونکو د ثبت وړتیا لري، چې محلونو ته به ولېږل شي.

د ټاکنو کمېسیون یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ټاکنې به د تلې یا میزان په شپږمه تر سره کېږي او هڅه کوي، چې پوره رڼې او عادلانه وي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي