۰

امریکا له افغانستان سره ۱۲۵ میلیون ډالر مرسته کوي

سی شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۲
کابل کې د امریکا سفارت له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو په موخه د ۱۲۵ میلیون ډالرو د ورکړې اعلان کړی دی.
امریکا له افغانستان سره ۱۲۵ میلیون ډالر مرسته کوي
کابل کې د امریکا سفارت له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو په موخه د ۱۲۵ میلیون ډالرو د ورکړې اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سفارت له خوا نن سه شنبې د زمري ۲۹ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرسته له کورنیو بېځایه شوو، سیلاب او طبیعي پېښو ځپلو، بېرته ګرځېدلو او اړمنو افغانانو سره وشي.

سرچینې ټینګار کړي، چې افغانان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او نړیوالو ته په کار ده، چې له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د بشري مرستو په موخه خپله همکاري وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي امریکا تر دې وړاندې هم میلیونونه ډالر له افغانستان سره بشردوستانه مرسته کړې او لا به هم خپل مرستو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي