۰
ګارډین ورځپاڼه:

د ټرمپ د سولې تړون له افغانستان او افغانانو سره خیانت دی

سی شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۳
بریتانوی ګارډین ورځپاڼې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې کېدونکي تړون ته په اشارې ویلي، د ډونالډ ټرمپ د سولې تړون له افغانستان او خلکو سره یې خیانت دی.
د ټرمپ د سولې تړون له افغانستان او افغانانو سره خیانت دی
بریتانوی ګارډین ورځپاڼې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې کېدونکي تړون ته په اشارې ویلي، د ډونالډ ټرمپ د سولې تړون له افغانستان او خلکو سره یې خیانت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼه وايي، که د امریکا او طالبانو تر منځ تړون د ټرمپ په خوښه پر مخ ولاړ شي، نو د افغانستان د سولې تړون به په راتلونکو ورځو کې وروستی شي.

سرچینه کاږي، ټرمپ به ډېر شور او زوږ ځان لپاره شخصي امتیاز اخلي، چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه یې ختمه کړه او ان له دې به د پېړۍ د معاملې په توګه هرکلی وکړی.

ورځپانه وايي، دا تړون به هغه څه ته لار برابره کړي، چې ولسمشریزه ټاکنو ته ولاړ ټرمپ یې غواړي او هغه دا چې له ټاکنو وړاندې ۱۴ زره امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

خو ورځپاڼه وايي، دا به د افغانانو په ګټه نه وي او ډېره شونې ده چې دغه راز يوه ناسمه کړنه به افغانان په بې رحمه جګړه کې چې له ٢٠٠١ میلادي کال راهيسې روانه ده، ايسار پاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن پوست امریکايي ورځپاڼې د افغان سولې او له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته په اشارې وايي، ټرمپ د اوباما له ناکامو تجربو درس نه اخلي او د امریکا احتمالي بریا به په شرموونکې ماتې بدله کړي.

دغه ورځپاڼې په یوه مطلب کې وړاندې لیکلي، ټرمپ د حالاتو او وضعیت له تحلیل پرته په بېړه د افغانستان په اړه پرېکړې کوي او په دې توګه به دغه هېواد یو ځل بیا د جګړو په ډګر بدل شي.

د ورځپاڼې په باور افغانستان همدا اوس په خونړۍ جګړه کې دی خو ټرمپ له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ایستلو په لټه کې دی.

ورځپاڼه لیکي، نوموړي د سرتېرو د ایستلو په اړه د مخکني ولسمشر اوباما ناکامه تجربې تکراروي او پرته له دې چې افغانستان کې د سولې یوه باوري هوکړه وکړي، غواړي خپل ځواکونه وباسي.

سرچینې ټینګار کړی، د امریکا ولسمشر ته پکار ده چې تر هر څه وړاندې ځان په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه ډاډ او بیا په منطقي او معقوله توګه ځواکونه وباسي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې له دې پرته به ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا احتمالي بریا له شرمه ډکې ماتې سره مخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي