۰

پاکستاني پولیسو لسګونه افغانان د خپلواکۍ د ورځې لمانځلو له امله نیولي

سی شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۸
پرون د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه وه، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې مېشتو افغانانو ولمانځله، خو پاکستان پولیسو هلته مېشت لسګونه افغان ځوانان په همدې تړاو نیولي دي.
پاکستاني پولیسو لسګونه افغانان د خپلواکۍ د ورځې لمانځلو له امله نیولي
پرون د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه وه، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې مېشتو افغانانو ولمانځله، خو پاکستان پولیسو هلته مېشت لسګونه افغان ځوانان په همدې تړاو نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني پولیسو د خیبرپښتو مرکز کې لسګونه هغه افغان ځوانان نیولي چې د خپلې خپلواکۍ ورځ یې لمانځله.

پولیسو لومړی ۹ تنه او وروسته یې ۲۹ تنه نور افغان ځوانان، چې د افغانستان بیرغونه یې پورته کړي او جشن یې کولو نیولي دي.

د پېښور پاکستاني پولیسو تور پورې کړی، چې دغه افغانانو د اصولو خلاف د خپلو مراسمو لپاره اجازه نه وه اخیستي نو ځکه نیول شوي، چې یوې سیمه ییزې محکمې ته به وړاندې شي.

پاکستاني پولیسو تر دې وړاندې هم یو افغان کډوال په دې نیولی و، چې د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ یې بیرغ پورته کړی و، چې وروسته اسلام آباد کې د افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل په هڅو راخوشی شو.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پېښور کې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان ځوانانو له نیولو بې خبري وښوده، خو اسلام آباد کې افغان سفیر ښاغلي مشعل د نیول شویو افغانانو ویډیو پر خپله فسبوک پاڼه خپره کړې ده.

ښاغلي مشعل له دې ویډیو سره لیکلي، چې دا ځونان به ډېر ژر له خپلو کورنیو سره یو ځای شي او په دې اړه له اسلام آباد پېښور ته خپل یو پلاوی لېږلی دی.

افغان سفیر ویلي، له ټولو افغان ګډوالو او په وطن، بیرغ او استقلال مینو ځوانانو هیله لري، چې هر ‌‌‌‌‌‌ډول داسې پروګرامونه نیسي نو لطفا سفارت جریان کې کړي، تر څو مزاحمت درته نه وي او په قانوني او اصولي ‌‌‌‌‌‌ډول د استقلال جشن ولمانځۍ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي