۰
امریکایي سیاسي شناند:

امریکا ته افغانستان کې سوله نه، بلکې د سرتېرو ایستل ورته مهم دي

سی شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني شنونکي ارون ډویډ مېلر ویلي، افغانستان کې سوله ګران کار دی او امریکا ته تر سولې د ځواکونو ایستل مهم دي.
امریکا ته افغانستان کې سوله نه، بلکې د سرتېرو ایستل ورته مهم دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني شنونکي ارون ډویډ مېلر ویلي، افغانستان کې سوله ګران کار دی او امریکا ته تر سولې د ځواکونو ایستل مهم دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېلر دې هېل نشریې ته ویلي، امریکا له طالبانو سره پر سوله نه بلکې، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، امریکا هڅه کوي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره لار پیدا کړي او  په افغانستان کې د سولې له راتګ یا نه راتګ، د جګړې له ختمېدو یا نه ختمېدو سره کار نه لري.

دغه امریکايي شنونکي چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یې کلونه کار کړی ویلي، په افغانستان کې د سولې هڅه کېږي، یا سوله را هم شي، نو امریکا يي په ساتلو کې ناکامېږي.

ارون ډویډ مېلر ټینګار کړی، چې د افغان جګړې دواړه لوري ان اوربند ته غاړه نه اېږدي نو د دوی ترمنځ د سولې راتګ خو خورا ګران کار دی.

جمهورخبري آژانس:
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي