۰

د کابل په شکردره کې یو ښوونځی سوځول شوی دی

سی شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
ناپېژانده وسله والو کسانو د کابل په شکردره ولسوالۍ کې یو ښوونځی سوځولی، چې حکومت یې د طالبانو کار بولي خو طالبانو رد کړې ده.
د کابل په شکردره کې یو ښوونځی سوځول شوی دی
ناپېژانده وسله والو کسانو د کابل په شکردره ولسوالۍ کې یو ښوونځی سوځولی، چې حکومت یې د طالبانو کار بولي خو طالبانو رد کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د زمري ۲۸ مه) په یاده ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو په دغه ولسوالي کې بویه زار ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دي، چې ځینې برخې یې زیانمنې شوې دي.

کورنیو چارو وزارت پېښه تایید کړې او دا یې د طالبانو کار بللی، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ کې د وزارت دغه ادعا رد کړې ده.

مجاهد ویلي، طالبان په یاده پېښه کې لاس نه لري، بلکې د تعلمي مرکزونو او عامه تاسیساتو ساتنه خپله دنده بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي