متقاعد امریکايي جنرال ویلي، افغانستان کې جګړه د عراق په څېر پای نه لري نو ښه به دا وي، چې امریکا له دغه هېواده خپل سرتېري وباسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اېټان دغه څرګندونې یوس اې ټوډې ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې امریکا دوه لسیزې افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړه او اوس د دې وخت رارسېدلی، چې خپل سرتېري له دغه هېواده وباسي.
هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړه د عراق په څېر پای نه لري، نو ځکه نور افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مجودیت او نه موجودیت د جګړې د کنټرول لپاره ګټور نه دی.
نوموړي د سرتېرو د ایستلو په تړاو د امریکايي سیاستوالو اندېښنې هم بې ځایه بللې دي او په وینا یې اوس القاعده ختمه شوې نو د امریکا ملي امنیت ته هېڅ ګواښ نه دی متوجه.
دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن پوست امریکايي ورځپاڼې د افغان سولې او له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته په اشارې وايي، ټرمپ د اوباما له ناکامو تجربو درس نه اخلي او د امریکا احتمالي بریا به په شرموونکې ماتې بدله کړي.
ورځپاڼې په یوه مطلب کې وړاندې لیکلي، ټرمپ د حالاتو او وضعیت له تحلیل پرته په بېړه د افغانستان په اړه پرېکړې کوي او په دې توګه به دغه هېواد یو ځل بیا د جګړو په ډګر بدل شي.
د ورځپاڼې په باور افغانستان همدا اوس په خونړۍ جګړه کې دی خو ټرمپ له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ایستلو په لټه کې دی.
ورځپاڼه لیکي، نوموړي د سرتېرو د ایستلو په اړه د مخکني ولسمشر اوباما ناکامه تجربې تکراروي او پرته له دې چې افغانستان کې د سولې یوه باوري هوکړه وکړي، غواړي خپل ځواکونه وباسي.
سرچینې ټینګار کړی، د امریکا ولسمشر ته پکار ده چې تر هر څه وړاندې ځان په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه ډاډ او بیا په منطقي او معقوله توګه ځواکونه وباسي.
واشنګټن پوست ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې له دې پرته به ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا احتمالي بریا له شرمه ډکې ماتې سره مخ کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل