۰
واشنګټن پوسټ:

ټرمپ به افغانستان کې د امریکا احتمالي بریا په شرموونکې ماتې بدله کړي

سی شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۱
واشنګټن پوست امریکايي ورځپاڼې د افغان سولې او له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته په اشارې وايي، ټرمپ د اوباما له ناکامو تجربو درس نه اخلي او د امریکا احتمالي بریا به په شرموونکې ماتې بدله کړي.
ټرمپ به افغانستان کې د امریکا احتمالي بریا په شرموونکې ماتې بدله کړي
واشنګټن پوست امریکايي ورځپاڼې د افغان سولې او له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته په اشارې وايي، ټرمپ د اوباما له ناکامو تجربو درس نه اخلي او د امریکا احتمالي بریا به په شرموونکې ماتې بدله کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې په یوه مطلب کې وړاندې لیکلي، ټرمپ د حالاتو او وضعیت له تحلیل پرته په بېړه د افغانستان په اړه پرېکړې کوي او په دې توګه به دغه هېواد یو ځل بیا د جګړو په ډګر بدل شي.

د ورځپاڼې په باور افغانستان همدا اوس په خونړۍ جګړه کې دی خو ټرمپ له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ایستلو په لټه کې دی.

ورځپاڼه لیکي، نوموړي د سرتېرو د ایستلو په اړه د مخکني ولسمشر اوباما ناکامه تجربې تکراروي او پرته له دې چې افغانستان کې د سولې یوه باوري هوکړه وکړي، غواړي خپل ځواکونه وباسي.

سرچینې ټینګار کړی، د امریکا ولسمشر ته پکار ده چې تر هر څه وړاندې ځان په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه ډاډ او بیا په منطقي او معقوله توګه ځواکونه وباسي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې له دې پرته به ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا احتمالي بریا له شرمه ډکې ماتې سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تازه له خپلو نېږدې سلاکارانو، پوځي او سیاسي چارواکو سره پر افغان سوله تر ناستې وروسته ویلي، د سولې پروسه کې پرمختګ شوی او دوه اونیو کې به د افغانستان په اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

ټرمپ دا هم ویلي، چې له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته به د امریکايي ځواکونو شمېر راکم کړي، خو یوه قوي استخباراتي ډله به هلته پرېږدي، ځکه په وینا یې امریکا نه غواړي افغانستان د ترهګرو د تولید په مرکز بدل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي