د هسپانیا پولیس او دیپلوماتیکي سرچینې وايي، دغه هېواد کې افغان سفیر همایون رسا غلو وهلی او لوټلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پولیسو یوه ویاند ویلي پر رسا د تېرې یکشبنې په ورځ د بارسلونا ښار د مرکزي برخې په یوه کوڅه کې د غلو له خوا برید شوی.
د دوی په وینا غلو سفیر همایون رسا وهلی، چې پر ځمکه لوېدلی او وروسته یې د لاسي ساعت په ګډون ټول توکي او پیسې ترې وړي دي.
ویل کېږي د سفیر همایون رسا ساعت ۲۵ زره ډالر قمیت درلود.
د هساپانیا مرکز مادرید کې د افغانستان سفارت هم د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې سفیر رسا په پښه کې ژول شوی خو نور ښه دی.
د یادونې ده، چې همایون رسا د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو لپاره بارسلونا ته تللی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل