سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د خپلواکۍ د جشن لمانځلو مراسمو ته نېږدې چاودنه شوې او شپږ تنه یې ټپیان کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا چاودنه نن دوشنبې د زمري ۲۸ مه غرمه مهال د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مراسمو ته نېږدې شوې ده.
سرچینې وايي، په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په ننګرهار کې هم د آزادۍ د جشن لمانځلو په ورځ پرلپسې ۸ چاودن شوې، چې چارواکو یې د شپږو پخلی کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، په چاودنو کې ۱۷ تنه ټپیان شوي، خو روغتیايي چارواکي وايي، دوی ته ۳۴ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
په ورته وخت د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي په دغه چاودنو کې دوه تنه وژل شوي هم دي.
د دې در څنګ ویل کېږي، د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هم چاودنه شوې، خو تر اوسه یې د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې نن دوشنبې د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې سره برابره ده او دغه ورځ د کابل په ګډون د هېواد په نېږدې ټولو ولایتونو کې لمانځل کېږي.
له څو ورځو راهیسې د دغه ورځې د لمانځنې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي خو بیا هم له ځینو ولایتونو د چاودنو او په کې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل