۰
ولسمشر غني:

د داعش پر ضد باید ملي قیام وشي، له کرښې پورې غاړه یې باید ریښې وایستل شي

دوشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د داعش د افکارو پر ضد باید ملي قیام وشي او له نورو ترهګرو سره یو ځای یې د ډورنډ کرښې پورې غاړې جرړې وایستل شي.
د داعش پر ضد باید ملي قیام وشي، له کرښې پورې غاړه یې باید ریښې وایستل شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د داعش د افکارو پر ضد باید ملي قیام وشي او له نورو ترهګرو سره یو ځای یې د ډورنډ کرښې پورې غاړې جرړې وایستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن دوشنبې د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیلزې په مناسب جووړه شوې غونده کې د وینا پر مهال وکړې ویې ویل، چې د ترهګرۍ سرچینې له ډېورنډ پورې غاړې دي، ریښې
ښاغلي غني و ویل«اوس د دې وخت رارسېدلې، چې د غازي امان الله خان په څېر تور د ترهګرۍ پر وړاندې له تیکي راوباسو، ځکه دښمن غواړي زموږ بیرغ تور کړي، خو موږ یې دفاع ته ژمن یو، د ترهګرو او داعش جرړې باسم او ملاتړ به یې همداسې د غم په ټغر کېنوم.»
یې باسو او ملاتړ به یې د غم په ټغر کېنوو.

ولسمشر د کابل د وړمې شپې برید ته چې د واده په مراسمو وشو او سلګونه ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته په اشارې سره و ویل، چې له دغه برید څخه د دښمن هدف دا و، چې ولس د خپلواکۍ ورځ ونه لمانځي.

نوموړي و ویل، که څه هم د دغه برید مسوولیت طالبانو وانخست خو په وینا یې هغوی ځان نه شي ترې پاکولی ځکه نورو ترهګرو ډولو ته هم طالبانو زمینه برابره کړې ده.

ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې و ویل، چې که یې موخه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او آزادي وي نو بیا ولسي افغان ولس نه پرېږدي، چې د خپلواکۍ ورځ ولمانځي.

هغه و ویل«طالبه که افغان وې نو د افغان په وینه ودرېږه، که نه له موږ سره په دې خاوره کې شریک نه یې، موږ سیاسي حل لار منلې ته دې پرېکړه وکړه، خپلواکي خپلوې او که د پردیو د لاس آله کېږي.»

دا چې کابل کې د وړمې شپې د خونړي برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست ولسمشر غني په خپلو خبرو کې و ویل،
ولسمشر غني وړاندې زیاته کړه، چې د ترهګرو ځالې او د تولید مرکزونه له ډېورنډ کرښې پورې غاړې دي او دغه کرښې ته څېرمه د ګڼ شمېر طالبانو، داعشیانو او نورو ترهګرو د مشهور قوماندانانو وژل کېدل زموږ دا ادعا ثابتوي، چې ترهګرې ډلې خارجي ملاتړ لري.
چې د داعش ځالې او مرکزونه چې په هر ځای کې وي، له منځه به یې وړي او پر وړاندې به یې په شدت سره مبارزه کوي.

نوموړي د داعش او ترهګرۍ پر ضد مبازه کې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ، چې هېڅ ډول غفلت ونه کړي او دغه راز یې پر ولس غږ وکړ، چې د داعش، د هغو د افکارو او عناصرو پر ضد په خپلو سیمو، کلیو، بانډو او کار ځای کې ملي پروسه پیل او افشا یې کړي، تر چې په وړاندې یې جدي اقدام وشي.

ښاغلي غني و ویل«اوس د دې وخت رارسېدلې، چې د غازي امان الله خان په څېر تور د ترهګرۍ پر وړاندې له تیکي راوباسو، ځکه دښمن غواړي زموږ بیرغ تور کړي، خو موږ یې دفاع ته ژمن یو، د ترهګرو او داعش جرړې باسم او ملاتړ به یې همداسې د غم په ټغر کېنوم.»

ولسمشر غني وړاندې زیاته کړه، چې د ترهګرو ځالې او د تولید مرکزونه له ډېورنډ کرښې پورې غاړې دي او دغه کرښې ته څېرمه د ګڼ شمېر طالبانو، داعشیانو او نورو ترهګرو د مشهور قوماندانانو وژل کېدل زموږ دا ادعا ثابتوي،
ښاغلي غني و ویل« د جنګ منشه او ځالې د ډېورنډ کرښې پورې غاړې ته دي، زه د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ولسونو ته چې د ترهګرۍ قرباني دي غږ کوم، په هر میکانېزم چې وي، په خپلو سیمو کې باید د ترهګرۍ، تاوتریخوالي، د تولید مرکزونه په نښه او افشا کړي تر چې نړۍ ترې خبره شي.»
چې ترهګرې ډلې خارجي ملاتړ لري.

ښاغلي غني و ویل« د جنګ منشه او ځالې د ډېورنډ کرښې پورې غاړې ته دي، زه د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ولسونو ته چې د ترهګرۍ قرباني دي غږ کوم، په هر میکانېزم چې وي، په خپلو سیمو کې باید د ترهګرۍ، تاوتریخوالي، د تولید مرکزونه په نښه او افشا کړي تر چې نړۍ ترې خبره شي.»

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا په نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د دغه وحشیانه بریدونو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي، بلکې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او د دغه ډول پېښو عاملین پیدا او جزا ورکړل شي.

ولسشمر غني زیاته کړه، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولس جنګ د بشریت له دښمنانو سره جنګ دی او افغانان نه یوازې د خپلې آزادۍ څخه دفاع کوي، بلکې د نړۍ د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي او باید ملاتړ یې وشي.

هغه و ویل افغان ولس د نړۍ هېڅ قوت نه شي محوه کولی او په وینا یې څو چې دا ځمکه اسمان وي، تل به دا افغانستان وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي