۰

د لوګر د ازرې لپاره طالب ولسوال محمدالله وژل شوی دی

یکشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، افغان هوايي ځواک په یوه برید کې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال مولوي محمدالله وژل شوی دی.
د لوګر د ازرې لپاره طالب ولسوال محمدالله وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، افغان هوايي ځواک په یوه برید کې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال مولوي محمدالله وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ویلي، په مولوي محمدالله او ملګرو یې د همدې ازرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا هوايي برید شوی دی.

نوموړي دا نه ده څرګنده کړې، چې برید څه وخت شوی خو وایي، په دغه هوايي برید کې د ازرې لپاره د طالب ولسوال مولوي محمدالله ترڅنګ د هغه پنځه نور ملګري هم وژل شوي دي.

دی زیاتوي، چې وژل شوی نور کسان قاري ایوب مشهور په قاري زبیر، قاري غازي، قاري حکمت الله، قاري امان چې څه موده وړاندې له ګوانتانامو زندانه خوشی شوی و د طالبانو مهم غړي او قوماندان وو.

د لوګر د پولیسو ویاند وایي، په دې برید کې د طالبانو یو سراچه موټر هم له یوې اندزې وسلې او مهماتو سره یو ځای له منځه وړل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي