۰
کابل کې د واده پر مراسمو د شوي برید په اړه غبرګونونه:

ولسمشرغني:نړیواله ټولنه باید په دغه ډول وحشیانه بریدونو پټه خوله پاتې نه شي

یکشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۲
ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله، د افغانستان ملي امنیت شورا، افغان سیاسیونو، اروپايي ټولنې او المان کابل کې د واده په مراسمو شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
ولسمشرغني:نړیواله ټولنه باید په دغه ډول وحشیانه بریدونو پټه خوله پاتې نه شي
ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله، د افغانستان ملي امنیت شورا، افغان سیاسیونو، اروپايي ټولنې او المان کابل کې د واده په مراسمو شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره شپه،  (د زمري ۲۶ مه) ۱۰:۳۰ بجې د کابل ښار لوېدیځ د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه د دارالاامان سړک پر سر د شهر دوبۍ په هوټل کې د واده مراسم روان و، چې د تالار د ننه ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي د واده دغه مراسمو ته کابو ۱۲ سوه کسان ورغلی و او ان د ځینو کورنیو تر ۱۴ او ۱۲ تنو پورې غړي په کې وژل شوي دي.

دغه برید په کور د ننه او نړیواله کچه غندلی شوی او دا یې یو بشریت ضد، له انسانیت څخه لرې، وحشیانه او جنایت بللی دی.

ولسمشر غني هم برید په کلکو ټکو غندلی ویلي یې دي په دغه ځای کې هېڅ نظامي یا دولتي کس شتون نه درلود او له بریده معلومېږي، چې ترهګرې ډلې هېڅ ډول دیني او انساني قانون ته درناوی نه لري.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې پر ودونو، ښوونځیو، جوماتونو، جنازو بازار او نورو ځایونو کې پر ملکي وګړو بریدونه ستر بشري او جنګي جنایت دی او له دې ښکاري، چې ترهګر زموږ د بې ګناه وګړو وژلو ته ملا تړلې.

ولسمشر غني پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې نه باید د دغه ډول وحشاینه او بشر ضد اعمالو پر وړاندې پټه خوله پاتې شي، بلکې په وینا یې نړیواله ټولنه باید د دغه ډول اعمالو د عاملینو په نیولو او محکمه کولو کې د افغانستان د خلکو سره ودرېږي.

افغان ولسمشر ټینګار کړی، چې طالبانو د دغه ډول بریدونو د مسوولیت نه اخستو سره ځان نه شي پاکولی بلکې، همدی دغه ډول ترهګرۍ ته زمینه برابره کړې ده.

هغه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی، چې د مشروع قوې په کارولو سره د ترهګرو څخه د دغه ډول بریدونو غڅ واخلي او ویې ځپي.

ښاغلي غني په ځانګړي ډول د دغه برید په اړه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کلک سپارښتنه کړې، چې عاملین یې وپلټي او پر وړاندې یې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

نوموړي ویلي، د همدې پېښې له امله نن خپل ټاکنیز کمپاین ځندوي او د امنیتي ارګانونو له مشرانو سره پرې غونده کوي.

د ملي امنیت شورا له لوري هم په خپره شوې خبرپاڼه کې د تېرې شپې برید غندل شوی دی.

د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي چې دوی به ددغه برید غچ اخلي او د عاملینو په نیولو کې به یې هڅه کوي.

امنیت شورا د برید د هر اړخیزې څېړنې سپارښتنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ترهګرې ډلې به د عامو افغانانو د وژنې له لارې خپلې موخې ته و نه رسېږي.

بل خوا د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم دا برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو وحشیانه او بشر ضد جنایت بللی دی.

ښاغلي عبدالله ویلي، ترهګرو یو ځل بیا وښوده چې دوی هېڅ دول قوانینو او انساني ارزښتونو ته درناوی نه لري او یوازینۍ دنده یې د ولسي وګړو وژل دي.

بل پلو اروپايي ټولنې هم په یوه پیغام کې ویلي چې پر عامو وګړو برید ستر بشري جنایت دی او ترسره کوونکي یې هېڅ ډول قوانینو او ارزښتونو ته ژمن نه دي.

په کابل کې د المان سفیر هم دغه برید غندلی دی او ویلي یې دي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي