۰
روسیه:

د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو له یوه نومانده هم ملاتړ نه کوو

یکشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۰
روسیې هغه راپورونه په کلک رد کړي، چې ګڼې مسکو د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې له یوه ځانګړي نوماند ملاتړ او مالي مرسته یې کوي.
د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو له یوه نومانده هم ملاتړ نه کوو
روسیې هغه راپورونه په کلک رد کړي، چې ګڼې مسکو د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې له یوه ځانګړي نوماند ملاتړ او مالي مرسته یې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وړاندې داسې ګنګوسې او راپورونه و، چې ګڼې روسیه د افغان ولسمشرۍ ټاکنو له یوه ځانګړي نومانده ملاتړ کوي، خو اوس مسکو ویلي دا هسې اوازې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له هېڅ یو کاندید څخه ملاتړ نه کوي، ځکه دا د افغانستان یوه داخلي موضوع ده.

دغه راز یاد وزارت ویلي، دوی په افغانستان کې روان وضعیت له نېږدې څاري او تمه لري، چې ټول بهیرونه په افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسېدو لامل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي