۰

ولسمشر ټرمپ له عمران خان سره په افغان سوله خبرې کړې

شنبی ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
ولسمشر ټرمپ له عمران خان سره په افغان سوله خبرې کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، یادې خبرې پرون جمعه د اګست ۱۶ مه د تلېفوني اړیکې په مټ تر سره شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، ولسمشر ټرمپ او لومړي وزیر عمران خان ژمنه کړې، څومره چې د افغانستان د سولې پروسه مخ ته ځي، دواړه لوري به یې په جریان کې په دوامداره توګه په اړیکه کې وي.

د دغه خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو ولسمشر ټرمپ پرون د خپلو نېږدې سلاکارانو، پوځي او سیاسي چارواکو سره هم پر افغان سولې غونډه کړې ده.

دغه غونډه پر ځايي وخت د رخصتۍ پر مهال د نیوجرسي په ایالت کې تر سره شوې ده.

راپورونه وایي، په دغه ناسته کې ولسمشر ټرمپ د نژدې سلاکارانو په ګډون خپل مرستیال ولسمشر مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دفاع له وزیر مارک اسپر، د پوځ له ستر درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ، د ملي امنیت له سلاکار جان بولټون او د سي ای اې له مشر جینا هسپل هم ګډون درلود.

د ناستې موخه له څو میاشتو راهیسې د افغان سولې لپاره د امرکیا د د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري شوی پرمختګ څېړل او په احتمالي ډول دغه هوکړه تاییدول وو.

تر غونډې وروسته ولسمشر ټرمپ په ټوېټر ویلي، چې د افغانستان په اړه یې یوه ښه غونډه درلوده او مقابل لوري سره د افغان جګړې ختمولو ممکنه جوړجاړی لټوو.

ټرمپ زیاته کړې« د دغې ۱۹ کلنې جګړې په مقابل لوري کې ډېری وګړي او موږ غواړو چې که امکان ولري یوې هوکړې ته ورسېږو.»

د سپنیې ماڼۍ ویاند هوګن ګیډلي هم غونډه ښه بللې خو د دفاع وزارت سرچینو د نوم د نه اخیستو په شرط ویلي، لا هم د دواړو غاړو ترمنځ د اختلاف ټکي شته او ښايي له طالبانو سره د سولې دا خبرې نهم پړاو ته ننوځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي