۰

ارګ د خلیل فیروزي په اړه د نبیل ادعا رد کړې

پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۹
ارګ د کابلبانک په فساد د تورن مشر خلیل فیروزي په اړه د ولسمشرۍ د نوماند او ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل ادعا رد کړې ده.
ارګ د خلیل فیروزي په اړه د نبیل ادعا رد کړې
ارګ د کابلبانک په فساد د تورن مشر خلیل فیروزي په اړه د ولسمشرۍ د نوماند او ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل ادعا رد کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رحمت الله نبیل ویلي، د کابلبانک په فساد بندي مشر خلیل فېروزي ارګ ته د ۳۰ میلیونه ډالره د ورکړې په بدل کې خوشې شوی دی.

نبیل ویلي، چې ولسمشر غني دغه کار د خپل کمپاین په موخه کړی او له فیروزي یې پیسې هم د کمپاین لپاره اخیستي دي.
خو ارګ د ښاغلي نبیل دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او هغه یې بې بنسټه بللې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د نبیل خبره بې بنسټه ده او دا خبره یې د ولس د تېر ایستللو او خپل کمپاین لپاره کړې ده.

د صدیقي په وینا فیروزي د سختې ناروغۍ له امله کور ته لېږل شوی خو هلته هم تر کلک څار لاندې دی.

نوموړي ویلي« نبیل دا د ولس غولونې او کمپاین لپاره کړې ده. د فیروزي په تړاو یوه عدلي، صحي، امنیتي او قضايي کمېټه تشکیل شوې وه او همغې کمېټې ویلي چې نوموړی سخت مریض دی، موږ کور ته واستاوه او هلته به یې کلک څار لاندې ساتو.»

د یادونې ده، خلیل الله فېروزي د کابل بانک مؤسس او مشر و چې د دغه بانک د میلیوني فساد په تور زندان ته اچول شوی و.

خو د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د پورونو د لنډولو په خاطر خوشې شو، مګر کله چې نیوکې زیاتې شوې، حکومت بیا ونیو او تر اوسه یې بندي ساتلی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي