۰
ملي امنیت شورا:

زرمت کې د عملیاتو پر مهال ملکی وګړي هم وژل شوي، پلټنه یې کوو

پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۸
د افغانستان د ملي امنیت شورا ملنې، چې د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
زرمت کې د عملیاتو پر مهال ملکی وګړي هم وژل شوي، پلټنه یې کوو
د افغانستان د ملي امنیت شورا ملنې، چې د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځای خلک وایي، افغان ځواکونو د تېرې یکشنبې په شپه په زرمت ولسوالۍ کې چاپه وهلې او پر مهال یې ۱۱ تنه ملکي وګړي، چې محصلین او استادانو و وژلي دي.

خو د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې یو شمېر طالبان وژل شوي او شپږ نور یې ژوندي نیول شوي دي.

ملي امنیت شورا هم تېره شپه په خپره کړې خبرپانه کې تایید کړې، چې په دغه عملیاتو کې ملکي وګړي هم وژل شوي خو وايي، په اړه یې پلټنې کوي.

د امنیت شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني د دغه پېښې په اړه د جدي پلټونو امر کړی او امنیتي ځواکونو ته یې ټینګه سپارښتنه کړې، چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي