۰

طالبان به په دوه ورځو کې له امریکا سره د موافقې پرېکړه وکړي

چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۷
د وسله والو طالبانو یوه سرچینه وایي، له امریکا سره د سولې تړون د وروستي کولو لپاره یې د مشرانو تر منځ سلا مشورې پیل شوې او په دوه ورځو کې به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.
طالبان به په دوه ورځو کې له امریکا سره د موافقې پرېکړه وکړي
د وسله والو طالبانو یوه سرچینه وایي، له امریکا سره د سولې تړون د وروستي کولو لپاره یې د مشرانو تر منځ سلا مشورې پیل شوې او په دوه ورځو کې به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې پر تړون اتم پړاو خبرې د تېرې دوشنبې زمري ۲۱ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پای ته ورسېدې.

د دغه خبرو تر پای ته رسېدو وروسته دواړو لورو و ویل، چې د تخنیکي کمېټو په خبرو کې یې پرمختګ شوی او د تړون د وروستي کولو لپاره به د خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

تر دې وروسته نن چهارشنبې د زمري ۲۳ مه طالب سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم د دوی مشرانو په دې اړه خپلې سلا مشورې پیل کړې دي.

سرچینه وايي، د وروستۍ هوکړې په اړه په قطر کې د طالب استازو د دفتر اوهمدا راز د دوی د مشرتابه تر منځ په لوړه کچه سلا و مشورې روانې دي.

د سرچینې په وینا طالبان به په دوو ورځو کې خپله وروستۍ پریکړه وکړي.

دغه سرچینې زیاته کړې، تر خپلمنځي سلا مشورو او پرېکړې وروسته به د امریکا او د دوی یوه بلې ناستې ته تر سره شي، څو په ګډ وروستي تړون کې نوې وړاندیزونه ور زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې سرچینې وايي، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون ښایي د روانې اګست میاشت ۱۷ مه نېټه د ناروې اسلو ښار کې تر سره شي.

د سرچینې په وینا د دغه تړون پر مهال به د روسیې، چین، نړیوالې ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان، قطر، ایران او پاکستان استازي هم د شاهدانو او ضمانت کوونکو په توګه شتون ولري.

ویل کېږي د امریکا او طالبانو تر تړون وروسته به د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ بین الاافغاني خبرې هم پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي