۰
طالبانو ته نېږدې سرچینې:

که د سولې تړون وشي، ټاکنې به وځندېږي او بین الاافغاني خبرې به پیل شي

چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۳
طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، که د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي ورسره سم به د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېږي او بین الاافغاني مذاکرات به پیل شي.
که د سولې تړون وشي، ټاکنې به وځندېږي او بین الاافغاني خبرې به پیل شي
طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، که د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي ورسره سم به د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېږي او بین الاافغاني مذاکرات به پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې پر سر اتم پړاو خبرې وړمه ورځ دوشنبې د زمري ۲۱ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پای ته ورسېدې.

دواړه لوري وایي، د تخنیکي کمېټو په خبرو کې خورا ډېر پرمختګ شوی او ښايي د سولې توافق لیک د دواړو اړخونو له خوا لاسلیک شي.

که څه هم امریکا او طالبانو د دغه خبرو په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، امریکا او طالبانو په لویو مواردو موافقه کړې او د موافقې متن یې نهايي کړی دی.

د دوی په وینا د بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارول او له ترهګرو سره د طالبانو اړیکې پرېکول هغه څه دي، چې توافق پرې شوی دي.

خو ځینې سرچینې بیا دا هم وایي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د بهرنیو په وتلو، له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په پرېکولو او دغه راز له افغان حکومت سره په مخامخ خبرو توافق شوی او یوازې د اوربند موضوع لا هم پاتې ده.

طالبانو ته نېږدې کس نظر محمد مطمئن هم په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې وروستي پړاو ته نېږدې شوې او ښايي تړون لاسلیک کړي.

د هغه په وینا د دغه تړون د ښه پلي کېدو ‏د تضمین لپاره به په رسمي توګه د روسیې او چین له خوا نړیواله غونده جوړېږي، چې په کې به د ملګرو متلونو، اسلامي همکاریو سازمان او نړیوالو ادارو سربېره د قطر، پاکستان او ایران استازي هم ګډون ولري.

نوموړي لیکلي، چې د دغه هېوادونو د استازي به د شاهدانو او یا ناظرینو رول ولري او له یاد تړون څخه به په نړیواله او سیمه ییزه کچه ملاتړ وکړي.

مطمئین زیاته کړې، که څه هم چین به د طالبانو له راتګ څخه د ایغور مسلمانانو په اړه اندېښنه ولري، خو په ټول کې بیا هم چمتو دی، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د پلی کېدو ‏لپاره د تضمین کوونکي هیواد په توګه رول ولوبوي.

دغه راز هغه وایي، روسیه هم چې د طالبانو په اړه یې ټولې اندېښنې نه دي لرې شوې خو اوس مهال ښه ګڼي، چې د افغانستان د نظام چارې طالبانو ته وسپارل شي او د سولې تړون د تضمین کوونکي هیواد رول ته چمتو ‏دي.‏

دی زیاتوي، پاکستان چې هر وخت یې غوښتې او غواړي د افغانستان له جګړې او سولې امتیاز تر لاسه کړي، اوس ‏مهال چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرو کې څنډې ته پاتې شوی، کېدای شي چمتو به نه وي، چې د سولې تړون لاسلیک مراسمو کې برخه واخلي.

پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا هم جمهور خبري آژانس سره تلېفوني خبرو کې و ویل، چې امریکا او طالبانو په ټولو اختلافي مواردو هوکړه کړې او تر ۱۰ ورځو پورې به د سولې تړون لاسلیک کړي.

دی وايي، اوس دواړه لوري په دې کار کوي، چې د تړون د لاسلیک کره نېټه او ځای معلوم کړي، چې په وینا یې قوي احتمال دا دی، چې دغه تړون په ناروې کې وشي.

نوموړي زیاتوي، که د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون وشي، نو د ولسمشرۍ ټاکنې به وځنډېږي او ورسره سم به بین الاافغاني مذاکرات پیل شي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړوان ښايي د روانې میلادي اګست میاشتې په ۱۷ نېټه لاسلیک او د همدې میاشتې په ۲۶ مه یا ۲۷ مه د ناروي په اوسلو کې بين الافغاني خبرې پیل شي، چې د افغانستان حکومت او طالبانو استازي به په کې برخه اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني په خپله وروستۍ وینا کې ټینګار کړی، چې د سولې لپاره ټاکنې اړینې دي، ځکه په وینا یې د دې حکومت وخت پای ته رسېدلی او راتلونکی حکومت باید له طالبانو سره د سولې تړون اړه پرېکړه وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي