ماین چاودنې د پوهنتون یو استاد د کورنۍ له څلورو غړو سره وژلی دی

23 اسد 1398 ساعت 7:47

د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځۍ یو استاد صفت الله ساحل د خپلې کورنۍ له څلورو تنو غړو سره د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.


د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځۍ یو استاد صفت الله ساحل د خپلې کورنۍ له څلورو تنو غړو سره د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوړو زده کړو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي، د استاد صفت الله په موټر پرون سه شنبې د زمري ۲۲مه  د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې چاودنه شوې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې په موټر کې د استاد د کورنس څو غړي سپاره و، خو ورستي راپورونه وايي، په دغه چاودنه کې د استاد په ګډون د هغه د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې د کندهار پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي استاد صفت الله ساحل یوه میاشت وړاندې له هند څخه ماسټري راوړېوه.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119369

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119369/

جمهور
  https://www.jomhornews.com