۰

د کورنیو چارو وزارت: طالبانو یو بندي هم نه دی خوشی کړی

سی شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۷
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو تر اوسه له خپلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت د خوشې کړیو ۷۶ کسانو په ډله کې یو افغان سرتېری هم نه دی خوشې کړی.
د کورنیو چارو وزارت: طالبانو یو بندي هم نه دی خوشی کړی
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو تر اوسه له خپلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت د خوشې کړیو ۷۶ کسانو په ډله کې یو افغان سرتېری هم نه دی خوشې کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خوشې شوي کسان د خوست، کندوز، ارزګان او سرپل خلک دي چې د دوی د پلټنو په اساس یو افغان سرتېری هم په کې نه شته چې ګواکې طالبانو دې راخوشې کړی وي.

کورنیو چارو وزارت وايي، که طالبانو رښتیا هم د امنیتي ځواکونو د خوشېکولو پرېکړه کړې وي، نو د هغوی د نومونو لیست دې خپور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان حکومت د ملي امنیت له زندانونو څخه د سولې برخه کې د ښه نیت په خاطر ۳۵ طالب بندیان خوشې کړل.

دغه راز یې کوچني اختر کې هم ۹۰۰ طالبان خوشې کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
  
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي