۰

جنرال میلر: ځواکونو ته مو د عملیاتو درولو امر نه دی شوی

سی شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۲
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، په عملیاتو کې یې هېڅ ډول محدویت نه دی راغلی.
جنرال میلر: ځواکونو ته مو د عملیاتو درولو امر نه دی شوی
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، په عملیاتو کې یې هېڅ ډول محدویت نه دی راغلی.
 
د جمهورآژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان نن سه شنبې د زمري ۲۲ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دوی په عملیاتو کې هیڅ راز محدودیت نه دی راغلی.

جنرال سکاټ میلر په دې بیان کې هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي وو چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو ته امر شوی چې د طالبانو پر ضد عملیات ودروي.

تېره شپه امریکايي مجلې نیوزویک د خپل هیواد د دفاع وزارت د بې نومو چارواکو په قول وویل چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته امر شوی چې د طالبانو پرضد تقریباً ټول عملیات ودروي او افغان امنیتي – دفاعي ځواکونو ته سلامشوره هم تم کړي.

خو جنرال میلر وايي چې دا راپور حقیقت نه لري او د دوی په عملیاتي چارو کې هیڅ راز بدلون نه دی راغلی.

ده همداراز ویلي، دا خبر د اوازو پر اساس خپور شوی او دوی ته هیچا نه دي ویلي چې یا عملیات ودروي یا یې محدود کړي.
 
نیوزویک د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په قول همداراز وايي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت غواړي چې له افغانستانه په لومړي ګام کې نژدې نیمايي پوځیان (۶۰۰۰) وباسي.
 
د نیوزویک پر اساس له افغانستانه د ایستل کېدونکو ځواکونو د شمېر په اړه کېدای شي په پرېکړه کې بدلون راشي ځکه چې د افغانستان روانې جګړې او د دې جګړې د پای ته رسېدا لپاره د سولې خبرو ته په کتو پرېکړه کېږي.

تر دې پخوا واشنګټن پوست او نورو امریکايي رسنیو د خپلو باوري سرچینو په قول ویلي وو چې امریکا به د ۸ زره او ۹ زره ترمنځ ځواکونه له افغانستانه وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
   
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي