سلګونو قومي مشرانو بغلان ولایت کې د یوې غونډې پر مهال د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل، چې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بغلان قومي مشران او ځايي اوسېدونکي وايي، د روانې جګړې قرباني یوازې عام افغانان دي او اړتیا ده، چې دواړه لوري نور جګړه بس کړي.
د دوی په وینا دا چې د جګړې دواړه لوري د سولې توافق ته نږدې شوي، نو باید له دې وروسته جګړه هم ودروي او خپلې غوښتنې د مذاکراتو له لارې مطرح کړي.
قومي مشرانو له طالبانو غوښتنه وکړه چې خپلې غوښتنې دې د بهرنیانو پرځای له افغانانو سره شریکې او په ګډه دې ورته د حل لاره پیدا کړي.
هغوی وایي، اختر د مسلمانانو د خوښۍ ورځې دي او په دې ورځو کې د جګړې دوام د ټولو اسلامي احکامو خلاف عمل دی.
جمهورخبري آژانس:کابل