سیمه ییر امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د بلخ ولایت د ابتدائیه محکمې د عامه امنیت د دیوان رییس وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پشنبې د زمري ۱۷ مه سهار د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، د دې ولایت د ابتدائیه محکمې د عامه امنیت د دیوان په رییس نجیب الله حسامي ناپېژانده وسله والو کسانو ډزې کړې او وژلی یې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره د پولیسو پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
د دغه قتل مسوولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:بلخ