انګلستان کې د پنځو هېوادونو ترمنځ روان ټورنمنټ کې د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې کوربه لوبډلې ته هم په لوی توپیر ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ۲۰ اوریزه لوبې له تېرو څو ورځې راهیسې په انګلستان کې پیل شوې، چې افغان لوبډلې په کې پرلپسې درې لوبې وګټلې.
افغانستان پرون چهارشنبې د زمري ۱۶ مه له انګلستان سره لوبه وه، چې په کې انګلیس لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې افغان لوبډلې ته ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.
د انګلستان له لوري زیاتې ۳۶ منډې فلاین وکړې، خو د افغان توپ اچوونکو له لوري زیاتې درې وکټې محسن واخیستې.
د لوبې په دوهم پانې کې افغان لوبډلې په ۱۶ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره د سیالې لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره کړ.
د افغان تووهونکو له لوري احمدزي ناسوځېدلې پنځوسیزه وکړه خو کریم او مندوزي هم په زړه پورې لوبه وکړه.
د درې پرلپسې لوبو په ګټو سره افغانستان د دغه سیالیو دویم پړاو ته لار ومونده.
د یادونې ده، چې دغه لوبې د افغانستان، هند، بنګلدېش، انګلستان او پاکستان تر منځ دي.
افغان لوبډلې تر اوسه بنګلدش، پاکستان او انګلستان سره لوبې کړې، چې درې واړه یې په لوی توپیر ګټلې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل