۰
زلمی خلیلزاد:

پر ملکي وګړو د طالبانو بریدونه او تهدید په هېڅ وجه د منلو نه دی

پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۴
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، پر ملکي وګړو د طالبانو قصدي بریدونه او تهدید په هېڅ وجه د منلو وړ نه دی.
پر ملکي وګړو د طالبانو بریدونه او تهدید په هېڅ وجه د منلو نه دی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، پر ملکي وګړو د طالبانو قصدي بریدونه او تهدید په هېڅ وجه د منلو وړ نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه غبرګون په یوه ټوېټر کې وروسته له هغې ښکاره کړی، چې طالبانو پرون پلازمېنه کابل کې پر شپږمه امنیتي حوزه موټر بم برید وکړ.

د امنیتي چارواکو په وینا په دې خونړي برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې ۸ تنه او په ټپیانو کې ۹۲ تنه ولسي وګړي شامل دي.

تر دغه پېښې وروسته خلیلزاد ویلي، د بین الاافغاني مذاکراتو په رانېږدې کېدو سره باید د تاوتریخوالي پر کمولو پام وشي نه د بریدونو په ډېروالي.

خلیلزاد ویلي، چې طالبانو د سولې له خبرو سره هممهاله په افغانستان کې پر ملکي وګړو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې په هېڅ ډول د منلو نه دی.

هغه لیکلي« پر ملکي کسانو بریدونه او ددوی تهدید په هېڅ وجه د منلو وړ نه دي او طالبانو ته په کار ده، چې د بین الافغاني مذاکراتو په را نږدې کېدو سره د تاوتریخوالي کچه را ټيټه کړي.»

خلیلزاد د طالبانو پروني خونړي برید ته په اشارې ویلي، دغه ډول بریدونه له ټولو نړیوالو بشري او مدني قوانینو سره په ټکر کې عمل دی او طالبانو ته په کار ده چې له ورته کړنو لاس په سر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي