۰

ملګري ملتونه له هند او پاکستان څخه د کشمیر په اړه د زغم غوښتنه کړې

سی شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۷
ملګرو ملتونو هند او پاکستان باندې غږ کړي، چې د کشمیر په مسله کې یو د بل پر وړاندې له زغم څخه کار واخلي.
ملګري ملتونه له هند او پاکستان څخه د کشمیر په اړه د زغم غوښتنه کړې
ملګرو ملتونو هند او پاکستان باندې غږ کړي، چې د کشمیر په مسله کې یو د بل پر وړاندې له زغم څخه کار واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن ډوجیریک وايي، په دې وروستیو کې د کشمیر پر سر د پاکستان او هند تحرکات زیات شوي او دا د اندېښې وړ ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه دې له زغم څخه کار واخلي، خو که اړتیا شوه نو ملګري ملتونه به په دې مسئله کې مستقیمه مداخله وکړي.

د یادونې ده، چې په هندي کشمیر کې په درې وروستیو کې اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې، چې هندي استخباراتو په یاده سیمه کې پر یوه زیارت د هغه وسله والو د برید په اړه معلومات تر لاسه کړل، چې په وینا یې پاکستان کې مېشت دي.

هندي چارواکو د سیمې خلکو ته امر وکړ، چې سیمې پرېږدي او په ورته وخت کې پولې ته نېږدې د نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه وکړه.

تر دې وروسته د هند حکومت د اساسي قانون هغه ماده هم حذف کړه، چې جمو او کشمیر ته یې ځانګړي واکونه ورکړي وو.

دې ټولو مسایلو د پاکستان غبرګونونه وپارول او دوی هم کشمیر ته پوځیان ولېږل.

پاکستان دا هم ویلي، که د کشمیر پر سر له هند سره شخړه زیات شي، نو پر افغان سوله به منفي اغېز وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي