۰
معتصم آغا جان:

ارګ کې د سولې ریښتینې اراده شته، په ناروې کې به بین الاافغاني خبرې پیل شي

دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۵
د طالبانو د وخت ماليې وزیر معتصم آغا جان وايي، په ارګ کې سولې ته د رسېدو سپېڅلې او ریښتینې اراده شته او د سولې تر هوکړې وروسته به بین الاافغاني خبرې پیل شي.
ارګ کې د سولې ریښتینې اراده شته، په ناروې کې به بین الاافغاني خبرې پیل شي
د طالبانو د وخت ماليې وزیر معتصم آغا جان وايي، په ارګ کې سولې ته د رسېدو سپېڅلې او ریښتینې اراده شته او د سولې تر هوکړې وروسته به بین الاافغاني خبرې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آغا جان چې په وینا یې درې ورځې وړاندې یېله ولسمشر غني سره ځانګړې کتنه کړې ډاډ دی، چې په ارګ کې سولې ته ريښتینې ژمنتیا شته ده.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان د نظام له خوا یو پياوړی او سولې ته ژمن ۱۵ کسیز پلاوی تشکیل شوی دی، چې له امریکایانو سره د سولې تر هوکړې وروسته به د ناروې په اوسلو ښار کې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

آغا جان له یوې کورنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، زیاته کړې، چې د بین الافغاني مذاکراتو د بحث موضوعات به دا وي چې لومړی په یو اوربند هوکړې ته ورسېږي او بل د افغانستان د راتلونکې نظام په څرنګوالي بحث وشي.

د ده په وینا که افغان حکومت له جمهوریت او طالبان له امارت څخه نه تېرېږي نو حل لار یې دا ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري امارت دې رامنځ ته شي.

هغه په دې مرکه کې زیاته کړې« زما نسخه دا ده چې دا په نورو هېوادونو کې هم شوي، په افغانستان کې هم ممکن ده چې یو اسلامي جمهوري امارت رامنځته شي، په دې کې به د طالبانو او افغان حکومت دواړو غوښتنې ځای شي.»

د اغا جان په خبره طالبانو نه دي ویلي چې دوی به د راتلونکي نظام واک په لاس کې اخلي، بلکې ولسمشر غني ورسره په خبرو کې ویلي که په قطر کې د امریکایانو او طالبانو هوکړه کېږي، دی پرې خبر دی او ملاتړ یې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي