۰
سرچینې:

ټرمپ غواړي د راتلونکې کال تر نومبر پورې ځواکونه وباسي

شنبی ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۲
امریکایي خبري سرچینې وايي، د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي د راتلونکي میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
ټرمپ غواړي د راتلونکې کال تر نومبر پورې ځواکونه وباسي
امریکایي خبري سرچینې وايي، د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي د راتلونکي میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خبري سرچینو ویلي ټرمپ دغه څرګندونې خپلو همکارانو ته کړې او ویلي یې دي غواړي د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو په ورته وخت کې وايي واشنګټن چمتو دی، چې د دې په بدل کې چې طالبان د کابل سره د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره مخامخ خبرو ژمنه وکړي، د خپلو پوځیانو یوه لویه برخه وباسي.

واشنګټن پوست او سي اېن اېن تلوېزیون ویلي، که طالبان د امریکا دا شرط ومني، نو د امریکايي ځواکونو شمېر به له ۱۴۰۰۰ و ۹ یا ۸ زرو ته راټیټ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ اتم پړاو خبرې د قطر پلازمېنه دوحه کې نن بیا پیل شوې او ویل کېږي، دواړه لوري توافق ته نېږدې شوي دي.

واشنګټن ویلي هیله لري، چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې له طالبانو سره د سولې تړون نهایي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي