۰

دفاع وزارت: فراه کې مهم طالب چارواکي وژل شوي دي

شنبی ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۴
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک فراه ولایت کې پر وسله والو طالبانو برید کړی او د والي په ګډون یې درې مهم کسان ترې وژلي دي.
دفاع وزارت: فراه کې مهم طالب چارواکي وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک فراه ولایت کې پر وسله والو طالبانو برید کړی او د والي په ګډون یې درې مهم کسان ترې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید د جمعې په شپه د فراه ولایت خاک سپید ولسوالۍ کې د ماخوستن څه باندې اته بجې برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د فراه لپاره د طالبانو والي ملا عبدالباري مشهور په ملا مشر والي په نښه او وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل، له ملا عبدالباري سره یو ځای د طالبانو د حلقوي زون مسوول مولوي سعید او د طالبانو مالي – لوژیستکي مسوول ملا صادق له منځه هم وژل شوی دی.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي