د امریکا متحده ایالتونو سنا مجلس ۵۶ کلنه کیلي کرافټ په ملګرو ملتونو کې د نوې سفیرې په توګه د نېکي هیلي پر ځای تایید کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن کرافټ پر دې څوکۍ د ټاکلو لپاره د امریکايي سناتورانو د ۳۴ منفي رأیو په وړاندې ۵۶ مثبتې رأیې خپلې کړې.
په ورته وخت کې د سنا یو شمېر دیموکرات غړي وایي، مېرمن کرافټ کافي سیاسي تجربه نه لري، ځکه خو په ملګرو ملتونو کې د سفیرې په توګه د نوموړې له ټاکل کېدو سره مخالف دي.
مېرمن کرافټ چې تر دې مخکې یې په کاناډا کې د امریکا د سفیرې په توګه دنده ترسره کوله، د ولسمشر ټرمپ له متحدانو څخه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل