۰

کابل کې چاودنې پنځو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پنجشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې پنځو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې چاودنې پنځو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې پنځو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه چاودنه نن پنشنبې د زمري ۱۰ مه د کابل ښار د ۱۱ مې حوزې اړوند د ۵۰۰ فامیلیو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په سیمه کې د پولیسو یوې امنیتي پوستې ته نېږدې د سړک د غاړې دغه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

به ورته وخت وزارت د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه قاتل د نیولو خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي نیول شوي کس کال وړاندې په همدې سیمه کې قتل کړی  او وروسته له سیمې تښتېدلی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي