۰

امریکايي استخبارات:د اسامه بن لادن زوی حمزه مړ شوی دی

پنجشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۲
د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، د القاعده شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی دی.
امریکايي استخبارات:د اسامه بن لادن زوی حمزه مړ شوی دی
د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، د القاعده شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې نیویارک ټایمز او اې بي سي شبکو د حمزه د مړه کېدو خبر د امریکایي استخباراتي سرچینو له قوله ورکړی دی.

دغه شبکو ته استخباراتي چارواکو تایید کړې، چې حمزه بن لادن مړ شوی دی، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

ویل کېږي حمزه بن لادن د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې مشري په غاړه درلوده، چې ښايي په پاکستانو سوریه یا هم افغانستان کې وو.

راپورونه دا هم وایي، چې حمزه پر امریکا او نورو هېوادونو د بریدونو په اړه ځینې غږیز او ویډیويي پیغامونه هم خپاره کړې دي.

حمزه بن لادن له جهادیانو غوښتي وو چې د خپل پلار غچ له امریکا واخلي، هغه په عربي هېوادونو کې هم وګړي بغاوت ته هڅولي وو.

د هغه پلار اسامه بن لادن چې د القاعده شبکې بنسټګر و، د ۲۰۱۱ میلادي کال په می میاشت کې د پاکستان په ابېټ آباد سیمه کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو له خوا و وژل شو.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په ۲۰۱۱ کال یې د اسامه په کور کې داسې اسناد وموندل، چې ګني تر اسامه وروسته به حمزه د القاعدې شبکې مشرۍ ته چمتو کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي