۰

دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۹
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
 ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د زمري ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ ګډ تهاجمي او چاڼیز، ۹۲ کمانډويي او ۲۷ هوايي عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه عملیات په بغلان، فاریاب، زابل، هلمند، غزني، فراه، هرات، پکتیکا، غور، قندوز، کابل، کندهار، بلخ او سرپل ولایتونو کې تر سره شوي دي.

خبرپاڼه کې لیکل شوي، د عملیاتو پر مهال ۱۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۲۶ تنه ټپیان او پنځه تنه هم ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شویو کسانو کې څلور تنه د القاعده شبکې غړي او دوه طالب قوماندانان هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي