۰

روسیه:امریکا په غیر قانوني توګه د سوریې طبیعي زېرمې باسي

سی شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
روسیه وایي، امریکا په سوریه کې د وسله والو مخالفینو د روزلو تر څنګ د دې هېواد طبعي زېرمې په غیر قانوني توګه باسي.
روسیه:امریکا په غیر قانوني توګه د سوریې طبیعي زېرمې باسي
روسیه وایي، امریکا په سوریه کې د وسله والو مخالفینو د روزلو تر څنګ د دې هېواد طبعي زېرمې په غیر قانوني توګه باسي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د وسله والو ځواکونو قومندان سرګي رودسکوي کړې او ویلي یې دي، چې امریکایان په ډېره سادګۍ د سوریې طبعي زېرمې غلا کوي.

جنرال رودسکوي ویلي، دا زېرمې چې په فرات سیمه کې دي له څه مودې راهسي پکې غیر قانوني کېندنې کېږي.

د هغه په وینا په کوناکو، العمر او تاناک سیمو کې هم د نفتو زېرمې په ډېرې اسانۍ ایستل کېږي او په مجرمانه ډول باندې د سوریې له پولو بهر ته قاچاق کېږي.

دی وايي، امریکا اوسمهال په یادو سیمو کې د خپلو کار کوونکو شمېر ډېروي په داسې حال کې چې په دې سمیو کې د امریکایي کارکوونکو شمېر ۳۵۰۰ کسانو ته رسېږي.

د روسیې د وسله والو ځواکونو قومندان ټینګار کړي امریکا هڅه کوي د ماهي نیولو په موخه اوبه خړې کړي، نو له همدې امله په دې هېواد کې د تاوتریخوالي د کمولو مخنیوی کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي