۰

امریکا کې پر یوه فیستوال ډزو کې درې تنه وژل شوي دي

دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
راپورونه وایي، د امریکا کلیفورنیا ایالت کې په یوه فیستوال په وسله وال برید کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امریکا کې پر یوه فیستوال ډزو کې درې تنه وژل شوي دي
راپورونه وایي، د امریکا کلیفورنیا ایالت کې په یوه فیستوال په وسله وال برید کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي هلته د ډوډۍ او محلي خوړو فیستوال جوړ شوی وو، چې یوه وسله وال کس په راټولو شویو کسانو ډزې وکړې.

راپورنه وايي، په دغه ډزو کې درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د کلیفورنیا پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي او په دې اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر دغه پېښه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلې ده.

نوموړي د پېښې د پلټنې او دقیقو معلوماتو د پیدا کولو امر کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي