نایجریا کې د بوکو حرام ترهګرې ډلې اړوند وسله والو په خلکو ناتار ډزې کړې او ۶۵ تنه یې وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بوکو حرام وسله والو د نایجریا شمال ختیځ لور ته د بورنو ایالت مرکز ته نېږدې د مایدوګوري کلي ته ننوتي.
ویل کېږي، وسله وال په موټر سایکلونو سپاره و، چې په ډزو کې یې ۶۵ کسه وژل شوي دي.
د نایجیریا دولتي تلویزیون د یوه حکومتي چارواکي محمد بولاما له قوله ویلي، د بوکوحرام ډلې پر هغه کسانو حمله کړې چې له یوې جنازې بیرته راروان وو او شاوخوا ٦٥ تنه یې وژلې دي.
محمد بولاما ویلي داسې ښکاري چې بوکوحرام د هغه عملیاتو غچ اخیستی وي چې ١١ ترهگر پکې وژل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل