۰
د هغه خبریال له خولې چې نشه يي وو:

ځینې پولیس کابل کې د نشه یانو د استوګنې ځایونه په اجاره ورکوي

یکشنبه ۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
د کابل ښار په هر ګوت کې لسګونه څه چې سلګونه نشه یان تر سترګو کېږي، دوی د شپې ټوله شپه لالهانده وي، او د ورځې له خوا بیا تر پلونو، پلچکونو او د ځینو دیوالونو سیوري ته له نړۍ بې خبره ویده وي.
ځینې پولیس کابل کې د نشه یانو د استوګنې ځایونه په اجاره ورکوي
د کابل ښار په هر ګوت کې لسګونه څه چې سلګونه نشه یان تر سترګو کېږي، دوی د شپې ټوله شپه لالهانده وي، او د ورځې له خوا بیا تر پلونو، پلچکونو او د ځینو دیوالونو سیوري ته له نړۍ بې خبره ویده وي.

نشه یان د مخدره توکو د تر لاسه کولو لپاره په غلاو لاس پورې کوي، یا له خلکو پیسې او ډوډۍ غواړي، یا هم په ځینو څلور لارو کې د موټرو ته د سورلۍ د پورته کولو نارې وهي او په پای کې له موتر چلوونکي پنځه یا لس روپۍ تر لاسه کوي.

له دې دندو وروسته دوی د نشه يي توکو تر لاسه کولو په لټه کې شي، دوی ته نشه يي توکي په رڼا ورځ او یا هم ماښام او ماخوستن مهال ورسول کېږي، خو دا چې څوک ور رسوي او له چا یې تر لاسه کوي، هغه څه دي، چې په اړه یې ډېر شکونه کېدای شي.

ځینې وايي، د نشه يي توکو لویې مافیايي کړۍ په هر ښار او د ښار په هر ځای کې پر نشه یانو د توکو د پلورلو وړې وړې ډلې لري، ځینې بیا وايي، له دغه ډلو سره یو شمېر پولیس او ان د جنايي امرین هم لاس لري، نو ځکه نشه یان کولی شي په اسانه نشه یي توکي تر لاسه کړي.

همدا خبره یو خبریال او شاعر چې یو مهال په نشه يي توکو روږدی و هم کوي وایي، پولیس هغه ځایونه چې معتادین په کې دي، په اجاره ورکوي.

دا خبریال او شاعر حسن ابراهیمي نومېږي، هغه څو کاله وړاندې په نشه يي توکو روږدی شوی و او ټوله شپه ورځ به د پل سخته تر پله لاندې، چې کابل ښار کې د نشه يانو تر ټولو ستر پنډغالی وو پروت و.

ابراهیمي اوس نشه نه کوي، ځکه د عامې روغتیا وزارت له خوا تر درملنې لاندې و، چې اوس جوړ دی او بېرته یې خپلې د خبریالۍ دندې ته مخه کړې ده او له یوې چاپي رسنۍ سره کار کوي.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته د خپلې معتادۍ د وخت کیسه وکړه ویې ویل ځکه په نشه روږدی شو، چې د کابل ښار په هره سیمه کې په اسانۍ سره نشه يي توکو ته لاس رسی کېدای.

دی وایي، په دغه کار کې د نشه يي توکو د وړو پلورونکو یا ساقیانو سره ځینې پولیس هم لاس لري، ځکه په وینا یې که د پولیسو لاس ورسره نه وي، نو په رڼا ورځ او په دومره اسانۍ سره نشه يي توکو ته لاس رسي امکان نه لري.

ابراهیمي په همدې اړه و ویل«زه چې کله نشه يي او پل سوخته پله لاندې اوسېدم، لیدلی مې دي، چې د نشه يانو پنډغالي د حوزو د امرینو له خوا له ۲۵ زره نیولې تر ۳۵ زره افغانیو پورې د نشه يي توکو پلورونکو یا ساقیانو ته په اجارې ورکول کېدلې، ان ځینې وخت داسې هم شوي، چې د همدې موضوع پر سر د حوزې د امرینو تر منځ شخړه هم شوې ده.»

کمپنۍ، پل سوخته، کوټه سنګي، قمبر څلور لاری، خیرخانه، واصل آباد، د کابل سیند ځینې برخې او ځینې نور هغه ځایونه دي، چې سلګونه پوډریان او نشه یان په کې ژوند کوي.

خبریال او شاعر ابراهیمي وایي، په همدې سیمو کې د نشه يی توکو ساقیان ۲۴ ساعته فعال وي او نشه یانو ته مواد رسوي، خو دا چې څوک یې ورته راوړي په اړه یې معلومات نه لري.

پل سوخته ته نېږدې یو لاسي پلورونکی محمد حیدر هم وایي، په دغه ځای کې نشه یانو ته په اسانۍ سره نشه يي توکي رسول کېږي، خو دا چې څوک یې ورته راوړي، نه پوهېږي، خو په وینا یې دا کار تر ډېره د شپې له خوا کېږي.

د حیدر په وینا له دې معلومېږي، که ځینې پولیس د نشه يي توکو له پلورونکو سره لاس ونه لري، امکان نه لري، چې نشه یان په دومره اسانۍ سره نشه يي توکي تر لاسه کړي.

خو لاسي پلورونکی علي جمعه چې پل سوخته ته لنډ کاروبار کوي، وایي، څو ځلې یې په دغه سیمه کې شکمن کسان لیدلي، چې په لوړ ماډل موترو کې راځي او د لاسي بکسو سره د پله لاندې ښکته کېږي.

دی وایي«که دا نشیان وي، نو دا لوړ موډل موټر یې له کومه کړل، خو معلوم دي، چې د نشه يي توکو پلورونکي او راوړونکي دي، او دا کار د پولیسو په همکارۍ کوي.»

خو کابل پولیس باید دا تورونه ردوي، چې ګنې د حوزو امرین یا هم پولیس د نشه يي توکو د پلورونکو او لېږدونکو سره لاس او همکاري لري.

کابل پولیس وايي، دوی نه یوازې لاس ورسره نه لري، بلکې د تېر کال په ترڅ کې یې د نشه يي توکو ۵۰۰ پلورونکي هم له کابل ښار نه نیولي او دغه راز یې ۲ زره معتادین راټول کړي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز جمهور خبري آژانس ته و ویل، که خلک او یا هم رسنۍ په دې برخه کې اسناد لري، چې د حوزو امرین یا هم پولیس د نشه يي توکو له پلورونکو سره لاس لري، کولی شي په جرئت یې د کابل پولیسو له رهبرۍ سره شریک کړي تر څو قانوني چلند ورسره وشي.

دی ټینګار کوي، چې تر اوسه په دې اړه چا ورته شکایت نه دی کړی او نه یې هم اسناد وړاندې کړي، خو په وینا یې که وړاندې یې کړي، جدي اقدام به وکړي.

فرارمرز وايي، تر ډېره دوی هم په دې نه پوهېږي، چې معتادینو ته نشه يي توکي څوک رسوي او څوک دي، ولې تر کومه ځایه چې پوهېدلي او پېژندلي یې دي، هغه کسان یې له ځنډ پرته نیولي دي.

د کابل د پولیسو ویاند زیاتوي، چې نشه يي توکي یوه نړیواله شومه پدیده ده، چې مافیايي ډېر پېچلی جوړښت لري، خو له دې سره سره پولیس هڅه کوي، چې د مافیايي کړیو تر څنګ د نشه يي توکو واړه پلورونکي او قاچاق وړونکي هم ونیسي او کابل ښار له دې بلا وژغوري.

باید وویل شي، سره له دې چې د سلګونو نشه یانو درملنه شوې او یا یې اوس هم درملنه کېږي خو له دې سره سره په افغانستان کې د نشه یانو شمېر د رسمي شمېرو له مخې درې نیم میلیونه انسانانو ته رسېدلی او دا شمېره ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 




 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي