۰

حکومت:دوه اونیو کې به طالبانو سره خبرې پیل شي، طالبان خبرې نه کوو

یکشنبه ۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۹
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، تر راتلونکو دوه اوونیو پورې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ برې پیل شي، خو طالبانو په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی دی.
حکومت:دوه اونیو کې به طالبانو سره خبرې پیل شي، طالبان خبرې نه کوو
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، تر راتلونکو دوه اوونیو پورې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ برې پیل شي، خو طالبانو په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، حکومت دا مهال طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره د یو ۱۵ کسیز پلاوي لپاره د غړو په انتخاب بوخت دی او ژر به خپل پلاوی بشپړ کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لېست کې به د دوحې د وروستۍ غونډې یو شمېر ګډونوال او نور مسلکي کسان شامل وي چې دا پلاوی به د علماو، ښځو او مدني ټولنې د غړو په ګډون د بېلابېلو اقشارو استازولي کوي.

خبرپاڼه وایي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت په راتلونکو دوو اونیو کې د دغه پلاوي د سفر او خبرو اترو لپاره اړین چمتووالی نیسي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د سولې چارو کې د دولت وزارت د مخامخ خبرو له پيله مخکې د تاوتریخوالي کموالي هیله کوي.

د سولې چارو لپاره د افغانستان دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وايي، په یوه اروپايي هېواد کې به دا خبرې کېږي.

خو وسله والو طالبانو یو ځل بیا په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي له افغان حکومت سره خبرې نه کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې له امریکا سره تر توافق وروسته به بین الاافغاني خبرې او توافقات پیلېږي خو د کابل له ادارې سره به د حکومت په حیث مذاکرات ونه کړو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي